د ولسي جرګې غړو د ناامنیو او هدفي وژنو زیاتېدو په غبرګون کې نن د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رییس او د دفاع وزیر جرګې ته ورغوښتي وو، خو د دفاع وزیر دغې غونډې ته نه و ورغلی.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي چې نن د ولسي استازو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپار  ولسي جرګې ته ورغلی و وویل، طالبان د راتلونکي کال جګړې لپاره پر بشپړ چمتووالي لګیا دي.

اندرابي وايي، امنیتي ادارو د طالبانو له دغې موخې سره د مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی چې یو یې هم د عملیاتي یرغلیز واحد جوړول دي او په وینا یې، دغه واحد د ملي امنیت ځواکونو، پوځ او ملي پولیسو نه جوړ شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر زیاتوي، د دغه عملیاتي یرغلیز واحد ازمایښتي دوره له فراه ولایت نه پیل شوې او دغه واحد کولای شي د هېواد په هره څنډه کې د طالبانو بریدونو پر وړاندې اقدام وکړي.

د هغه په وینا، عملیاتي واحد چې لوړ ظرفیت لري، د دښمن په نښه کولو لپاره جوړ شوی او تر یوې قوماندې لاندې عمل کوي.

د کورنیو چارو وزیر هدفي وژنې د طالبانو کار بولي او وايي، دغه ډله په رسنیو کې د تبلیغاتو او غوغا جوړولو لپاره دغسې اقدامات کوي.

په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج هم وايي چې د طالبانو مشري د مې میاشتې د لومړۍ نېټې را رسېدو ته په تمه ده چې د دوی په اند تر یادې نېټې پورې به بهرني ځواکونه ووځي.

هغه وویل، طالبان د همدې لپاره هڅه کوي چې د سولې خبرو بهیر وځنډوي.

د ملي امنیت عمومي رییس وايي، د مذاکراتو د دویم پړاو په پیلېدو سره یوه مهمه کلیدي دوره پیلېږي او کوم اطلاعات چې ملي امنیت ته رسېدلي، ښيي چې طالبان پر سولې باور نه لري.

د سراج په وینا، طالبان د جګړې او تاوتریخوالي په زیاتولو سره هڅه کوي چې له پاکستان نه هېواد ته د خپلې رهبرۍ او کمېسیونونو لېږد ته لاره هواره کړي.

د ملي امنیت رییس هم هدفي وژنې او د چسپکي ماینونو له کبله کېدونکې چاودنې د طالبانو کار بولي او وايي، دغه ډله غواړي د حکومت او خلکو ترمنځ باور ته زیان ورسوي.

خو طالبانو د خبریالانو او مدني فعالانو د ترور مسوولیت رد کړی او په ځينو مواردو کې یې ان د دغه کار مسوولیت پر دولت ور اچولی دی.

د یاودنې ده چې په دې وروستیو کې کابل او نورو ولایتونو کې هدفي وژنې، په ځانګړې توګه د خبریالانو او مدني فعالانو وژل کېدل او د چسپکي ماینونو په وسیله چاودنې زیاتې شوي چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه څو خبریالان او مدني فعالان وژل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام