وروسته له هغې چې د طالبانو د پوهنې وزارت له نجونو پرته ښوونځیو ته د هلکانو د ورتګ پرېکړه وکړه، لا یې هم په اړه غبرګونونه روان دي.

د افغانستان د تحول موج مسوولان وایي، له زده‌کړو د نجونو محرومول د منلو وړ نه دي او اسلامي امارت باید پر خپلې دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د تحول موج اجراییه رییسه فوزیه کوفي نن په یوې خبري غونډه کې وویل، د ښوونځیو ښوونکي باید زده‌کوونکې زده‌کړو ته وهڅوي او د ښوونځیو بیا پرانیستې ته زمینه برابره کړي.

مېرمن کوفي همداراز وویل، د دې وخت رارسېدلی چې طالبان باید نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي او ښه ښوونیز چاپیریال ورته برابر کړي.

هغې زیاته کړه: «ګرانو خویندو ښوونځي ته لاړې شئ او درنو ښوونکو د اعتراض په توګه د خپلو زده‌کوونکو ترڅنګ ودرېږي. ګرانو ورونو نن خپله هغه خبره په حقیقت بدله کړئ چې ویل به مو، مونږ شاته او وحشت ته نه ګرځو.»



په همدې حال کې د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې هم په دې باور دي چې طالبان ښوونځیو ته د ښځینه زده‌کوونکو د نه پرېښودو سره غواړي چې دوی په کور کېښنوي.

د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي په دې غونډه کې وویل چې طالبان غواړي پر ښځو کړۍ راتنګه کړي او په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښځو او ښځینه زده‌کوونکو پر وړاندې د طالبانو د چلن په اړه نیوکې په داسې حال کې دي چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، له بشر حقونو ټکان ورکوونکې سرغړونه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام