د امریکا متحده ایالاتونو لوی درستیز مارک میلي وایي، که څه هم طالبانو د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه ۲۰۰ یې نیولي، خو دغه ډله د ولایتونو د نیولو توان او وس نه لري. د امریکا لوی درستیز دغه څرګندونې پرون د دغه هېواد له دفاع وزیر لویډ اسټین سره په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

نوموړي نوموړي همداراز وویل چې امریکا د افغانستان امنیتي وضعیت څاري او د اړتیا د پېښېدو په صورت کې به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

مارک میلي څرګنده کړې چې ځینې خبرونه شته چې طالب جنګیالي د پرمختګ په حال کې دي او د ۴۱۹ ولسوالیو څخه یې ۲۱۲ د دوی تر ولکې لاندې دي. د نوموړي په خبره، خو طالبان په دې نه دي توانېدلي چې د ولایتونو مرکزونه ونیسي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بنسټونه د خپلو لویو ښارونو د اوسېدونکو د ساتنې په موخه د امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو او د ځای پر ځای کولو په حال کې دي.

د امریکا لوی درستیز ویلي، لرې ده چې طالبان د ولایتونو پر مرکزونو فشار راوړي. په ورته مهال هغه ټينګار کړی چې د افغانستان راتلونکې په بشپړه توګه د دغه هېواد د خلکو په لاس کې ده.



بل‌خوا د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین په دې خبري ناسته کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر روان دی او تمه ده چې پاتې سرتیري تر راتلونکې یوې میاشتې پورې له دغه هېواده ووځي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر ټيڼګار کړی چې د دغه هېواد پوځ باید د امریکا له ډیپلوماټیک حضور څخه ساتنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټه پیل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام