د سرپل د ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، د دغه ولایت د صیاد، بلخاب، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو د لویو لارو په تړل کېدو سره وضعیت ترینګلی شوی او طالبان د ښار په شاوخوا کې له امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي. د دوی په وینا، که دولت ژرترژره پراخ عملیات ونه کړي، انساني ناورین به جوړ شي.

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته ویلي، د دغه ولایت امنیتي وضعیت دومره ترینګلی شوی چې یوازې په یوه اوونۍ کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي. د هغه په خبره، د امنیتي ګواښونو زیاتوالي تر څنګ، طالبانو د څو ولسوالیو لویې لارې تړلې دي. خرم زیاتوي چې د بلخاب، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو لویې لارې له څو کلونو راهیسې تړلي او طالبانو په لاس کې دي.

د سرپل یوشمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د ناسم امنیتي وضعیت او د طالبانو پراخ حضور په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که دولت ژرترژره د طالب ډلې پر وړاندې اقدام ونه کړي، دغه ولایت به یې لاس ته ولوېږي.

د دوی په وینا، طالبانو د سرپل د څو ولسوالیو پر لویو لارو د پلټنې مرکزونه جوړ کړي او د خلکو ټیلیفونونه ګوري او که څوک یې ونه لري، وهي ډبوي یې.

ومو غوښتل چې په دې اړه د سرپل د محلي او امنیتي چارواکو نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو. بله‌خوا د سرپل مدني فعالان هم د دغه ولایت د ناسم وضعیت په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي، افغان ځواکونه باید ژرترژره د طالبانو د ځپلو لپاره عملیات وکړي، کنه دا ډله به ولسوالۍ ونیسي او ان تر ښار پورې به را ورسېږي.

خو د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد دا تورونه ردوي او وايي، وسله‌وال یې کله کله د استخباراتي راپورونو له مخې، د امنیتي ځواکونو اړوند کسان څاري. هغه له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د خلکو ځورول نه مني او وايي چې له عامو خلکو سره کار نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام