د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته وایي، د سپین ږیرو او مخورو په منځګړیتوب یې له طالبانو سره تر ناملعومې نیټې پورې اوربند کړی دی. نوموړی وایي چې  ۱۰ مخورو او قومي مشرانو د دغه اوربند په منځګړیتوب کې برخه درلوده.

 حسام‌الدین شمس زیاتوي، دغو سپین ږیرو او قومي مشرانو لومړی له طالبانو سره د اوربند په اړه هوکړه وکړه او وروسته یې د بادغیس ولایت د محلي ادارې او طالبانو ترمنځ د اوربند د هوکړې زمینه برابره کړه.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د والي په خبره، د دغه اوربند نېټه نامعلومه ده او طالبان دغو قومي مشرانو او مخورو سره دې هوکړې ته رسېدلي چې د اوربند تر پایه به د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو له ښار او څېرمو سیمو د باندې ځي.

د بادغیس والي قومي مشرانو ته  د اوربند د پلي کولو په برخه کې د کړو ژمنو ډاډ ورکوي او وایي چې قومي مشران به هم له دې بهیر څخه څارنه کوي او هر لوری چې د اوربند په بهیر کې  سرغړونه کوي، په اړه به یې جدي او چټک اقدام کېږي. نوموړي له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې دې اوربند ته ژمن پاتې شي.

په همدې حال کې د بادغیس والي د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې خپلو کورونو او مېنو ته وروګرځي. هغه وایي، دغه اوربند به په بادغیس ولایت کې د جګړو له امله د زیاني، مالي او نورو درنو زیانونو د اوښتو مخنیوی وکړي. نوموړی هیله‌مند دی چې دغه اوربند به دوام وکړي.



په ورته مهال حسام‌الدین شمس ټينګار کوي چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۵ځلې د دغه ولایت په مرکز بریدونه کړي او هر ځلې له ماتې سره مخ شوي دي.

د هغه په وینا، د بادغیس ټولو امنیتي ځواکونو ته امر شوي چې د تیارسۍ په حال کې واوسي او پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي هم له دغه اوربند څخه هرکلی کوي او د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې دغه اوربند ته دوام ورکړي.

طالبانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 د راپورونو پراساس دمګهړۍ د بادغیس ټولې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي او له نږدې یوې نیمې اوونۍ راهیسې طالبان د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو او څېرمو سیمو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام