د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د دوحې هوکړه د سولې راتلو په برخه کې ګټوره نه وه او په هېواد کې یې جګړه او وینه تویېدنه ونه دروله. دا هوکړه نږدې یو کال مخکې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ لاسلیک شوه.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دوحې هوکړې په لاسلیکولو کې له افغان حکومت سره لازمې مشورې نه دي شوي.

د نوموړي په وینا، په دې هوکړه‌ کې داسې اصطلاحات هم کارول شوي چې د خلکو د مرګ‌ژوبلې کچه په شمېرو سره اندازه کوي. هغه زیاتوي چې اورکم، د تاوتریخوالي کموالی او نور هغه اصطلاحات دي چې د جګړې یوه لوري ته په‌کې بښنه او ورسره رضایت لیدل کېږي؛ په داسې حال کې چې افغان حکومت نه غواړي چې ان یو څاڅکی وینه هم تویې شي.

اندړ وايي، افغان حکومت د هېواد د ساتنې مسوولیت لري او جګړې، سولې او نورو مسایلو ته هم له همدې لیدلوري ګوري.

امریکا او طالب ډلې د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه په دوحه کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې، امریکا باید د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او طالب ډله هم باید د القاعده شبکې په ګډون، له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی کم او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

اوس امریکا، ناټو او افغان دولت پر طالبانو تور لګوي چې پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو موضوع د هېواد له امنیتي شرایطو سره تړلې ده. امریکا ویلي چې د دوحې هوکړه ارزوي، څو وګوري چې طالب ډلې څومره پر خپلو ژمنو عمل کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام