د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد له ګواښوونکي او پېچلي وضعیت سره مخ دی. د نوموړي په وینا، په هېواد، په تېره شمالي ولایتونو کې یو پر بلې پسې د ولسوالیو پرېښودو تر شا د دولت له لوري د داعشیانو د ځای پر ځای کولو پروګرام دی.
هغه باور لري چې په شمالي ولایتونو کې د داعشیانو ځای پرځای کولو لپاره د ناورین جوړولو ته اړتیا وه چې اوس عملي کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پدرام خبرداری ورکوي، که په یادو ولایتونو کې د داعشیانو د حضور په برخه کې بېغوري وشي، دا وېره شته چې د خلکو ښځې او ماشومان د دې ډلې لاس ته ولوېږي.
- ایران کې له طالبانو سره د افغان دولت د استازیو لیدنه
- د بلخ او جوزجان سلګونو اوسېدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړ
- دیني عالمان: هېواد کې روانه جګړه فتنه ده
نوموړی زیاتوي، غني په افغانستان کې د امریکا د نیابتي جګړې استازی دی او د دغه هېواد په مرسته یې شمالي ولایتونو ته د جګړې لمن وغځوله او په خبره یې، حکومت د ولسوالیو د له لاسه وتلو لپاره پلان درلود او ډېری یې طالبانو وپېرلې.
خو ولسمشرۍ ماڼې د نوموړي څرګندونې بېبنسټه بولي. د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري وايي، یادې خبرې ناسمې دي او ولسمشر په دې اړه خبرې کړې دي.
د ملي کنګرې ګوند رییس واک ته د طالبانو د بیا رسېدو په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي، په سیمه کې د دې ډلې د کمزوري کېدو لپاره سیمهييزه اجماع نشته.