د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد جمعه د وري څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د داعش په اړه د امریکايي چارواکو ادعا ته تند غبرګون ښودلی دی.
ذبېحالله مجاهد دغو ادعاوو ته په غبرګون کې لیکلي چې افغانستان کې د داعش ډلې غړي د پخوا په پرتله ځپل شوي او شمېر یې خورا کم شوی دی.
مجاهد لیکلي: «افغانستان کې د داعش په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې له واقعیته لرې او حقیقت نهلري.»
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي، داعش سره د امریکايي چارواکو «دلچسپي» او د یادې موضوع لویه ښوودنه خپله له داعش سره همکاري کول دي.
نوموړي لیکلي: «دې موضوع سره د امریکايي چارواکو دلچسپي او بزرګنمايي یې خپله له داعش ډلې سره همکاري او یادې ډلې ته کمپاین کول دي چې باید ودرول شي.»
مجاهد داسې مهال دغه غبرګون ښودلی چې څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قومنداني رییس جنرال مایکل کوریلا ویلي و چې داعش به افغانستان کې له شپږو میاشتو لږه موده کې د امریکا یا نورو لوېدیځو هېوادونو ګټو باندې بریدونه وکړي.
د یادو څرګندونو په لړ کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت هېڅ مخالفه ډله له هغې ډلې داعش هېڅ شتون نهلري او د ځینو پېښو عاملان له بهر راځي.
دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې داعش ډلې په هېواد کې د شویو ځینو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
داعش ډلې بلخ کې د دوو هغو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه اخیستی چې له امله یې د یاد ولایت والي محمدداوود مزمل له دوو نورو کسانو سره یوځای ووژل شو او بل برید کې هم دوه خبریالان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.