Asset 1SWN

داعش ډلې د بلخ د والي د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

31e645de-9040-47c5-b792-f98c0f2c8590_16x9_1200x676

داعش ډلې د بلخ د والي محمدداوود مزمل پر دفتر برید چې په‌کې نوموړی له دوو نورو کسانو سره یوځای ووژل شو، پر غاړه اخیستی دی.

داعش پورې اړوند اعماق خبري اژانس ویلي چې د بلخ د والي پر دفتر ځانمرګی برید دوی کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

داعش ویلي، بریدګر «عبدالحق الخراساني» نومېده او په څو امنیتي پوستو کې له تلاشۍ وروسته یې ځان د والي دفتر ته رسولی و.

د یادونې وړ ده چې په پروني ځانمرګي برید کې د بلخ د والي په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري ویلي، بریدګر خپل چاودېدونکي توکي په واسکټ کې ځای پر خای کړي وو او د والي په رسېدو سره یې چاودېدونکي توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه دغه برید د «اسلام د دښمنانو» کار بللی او په اړه یې د څېړنو خبر ورکړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې محمدداوود مزمل لومړی لوړپوړی چارواکی دی چې د داعش ډلې په برید کې وژل کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام