Asset 1SWN

داعش کابل کې د پروني برید مسوولیت پر غاړه واخیست

Blast-MoFA-q0iml2wy8o3nf8vfh8hps7bv3nmeliz4ojs6t2q5c8

داعش ډلې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پروني ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. داعش ډلې پورې اړوند اعماق اژانس پرون چهارشنبه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوې چاودنه دوی کړې ده.

داعش ډلې د یاد برید موخه د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو د لیدنې ګډوډول و. له برید څو ساعته وروسته اعماق اژانس د یوه مخ‌پټي کس تصویر خپور کړی او ادعا یې کړې چې دغه برید د «خېبر القندوزي» په نوم د دوی یوه غړي کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه برید پرون چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه شوی دی. د کابل د امنیې قومندان ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټرپاڼه دغه برید چاودنې یاده کړې او ویلي یې دي چې له امله یې پنځه ملګیان وژل شوي دي.

د کابل د امنیې قومندان د ویاند په وینا، دې چاودنې کې یو‌شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي.

په ورته مهال کابل کې ایمرجنسي روغتون هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د چاودنې له ځایه دغه روغتون ته څه باندې ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د ایمرجنسي روغتون په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه د مرغومې په ۲۱ خپره شوې، راغلي چې د مرګ‌ژوبلې شمېرې د ډېرېدو په حال کې دي او کره شمېره یې نه ده معلومه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایمرجنسي روغتون ټپیانو ته د رسېدنې په موخه د دغه روغتون په اشپزخانه او د ډوډۍ خوړلو په صالون کې اضافي بسترونه جوړ کړي دي.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند لیکلي: «اسلامي امارت پر مسلمانانو دغه شان بې‌ هدفه او بزدلانه بریدونه په کلکه غندي.» او ویلي یې دي چې د یادې پېښې عاملان به پیدا کوي او د خپلو کړیو اعمالو سزا به ورکوي.

بل‌خوا یو‌شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله په دغه برید کې د ۲۰ کسانو د وژنې خبر ورکړی دی. د راپورونو پر بنسټ، ځانمرګي بریدګر هغه مهال د بهرنیو چارو وزارت مخې ته ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې دغه وزارت کې چینايي ډيپلوماټانو شتون درلود.

دغه برید ګڼ‌شمېر کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل. افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي (یوناما) د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت، د ایران سفارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکیني حکومت د روغې جوړې عالې شورا مشر عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې دغه برید د اسلام د دښمنانو کار بللی او د غچ اخیستلو ژمنه یې کړې ده. په وروستیو څو میاشتو کې دا کابل کې پر ډيپلوماټیکو ځایونو د داعش ډلې څوم برید دی چې ترسره کوي یې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دې ډلې له دې مخکې کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او د چینايي وګړو پر یوه هوټل بریدونه کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام