د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کې د پاکستان پر سفارت د شوي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ډلې د پاکستان پر سفیر او ساتونکو یې وسله‌وال برید کړی دی.

دغه برید د روانې لیندۍ میاشتې په یوولسمه نېټه شوی دی. له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کابل کې یې سفیر عبیدالرحمان نظاماني له یوه وسله‌وال برید روغ وتلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه برید موخه د پاکستان سفیر و، خو په وینا یې، نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی. کابل د پاکستان پر سفارت شوي برید پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا، یوناما، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، کابل کې د ترکیې سفارت، قطر او ایران دغه برید غندلی او افغانستان کې یې د ډيپلوماټيکو بنسټونو د امنیت د ټينګښت غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر  سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو په خبرپاڼه کې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان د غړیو هېوادونو ډيپلوماټیکو ځایونو او پرسونل خوندیتوب ته درناوی ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې مغرضو کړیو ته به اجازه ورنه کړي چې ډيپلوماټیک ماموریتونو ته امنیتي ګواښونه پېښ کړي.

ټولنیزې رسنۍ

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د دغه هېواد پر سفارت د شوي برید په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

متقي دې خبرو کې ډاډ ورکړی چې کابل کې به د پاکستان سفارت امنیت ته به ځانګړی پام وشي او د دغه برید د عاملانو د نیولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بلاول بوټو زرداري له قوله ویلي چې دغه شان بریدون د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولی او اجازه نه ورکوي چې په داسې اقداماتو کې بریالي شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا مخکینی رییس عبدالله عبدالله د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې تر هر ډول شرایطو لاندې پر ډيپلوماټیکو بنسټونو بریدونه د توجیهې وړ نه دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو راهیسې دا دویم ځل دی چې پلازمېنه کابل کې پر ډيپلوماټیکو بنسټونو برید کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام