Asset 1SWN

سبا د هېواد په ۳۱ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي

پولیو واکسین

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له‌منځه وړو عملیاتي مرکز مسوولان سلام وطندار ته وايي، ټاکل شوې چې سبا «دوشنبه، غويي۱۰مه» د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق څلور ورځنی کمپاین پیل شي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له‌منځه وړو عملیاتي مرکز رییس عبدالقدوس بریالی وايي، په دې پړاو کې به ۱۰.۷ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «سبا ورځ په ټول افغانستان کې پرته له څلور ولایتونه لکه دایکندي، بامیان او غور په درېوو ولایتونو کې کمپاین نه‌کیږي، نور په ټول افغانستان کې کمپاین کېږي. هغه په دې وجه نه‌کېږي چې هلته سېلابونه راغلي او بارانونه دي. په دغه درې ولایت کې کمپاین نه کیږي. زموږ په پلان کې دي چې ١٠.٧ میلیونه ماشومان په دې کمپاین کې موږ د پولیو واکسین ورکړو د پنځو کلونو کم عمر ماشومانو ته.»

بريالي زياتوي، چې د پوليو کمپاين به سبا د افغانستان په درېيو ولايتونو دایکندي، غور او بامیانو کې د باران او سېلابونو له امله پیل نه‌شي. په همدې حال کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درېیم پړاو نن (یکشنبه، غويي ۹) په هرات کې پیل شوی دی.

په لوېديځه حوزه کې د پوليو واکسين د تطبيق د عملياتي برخې مشر محمداصف کبير وايي، په دې څلور ورځني کمپاين کې به د ټولو ولسواليو او هرات ښار په کچه ۷۵۸زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي، د پوليو ضد واکسين شي.

کبیر زیاتوي چې په ټول هېواد کې د پولیو ویروس ۱۷چاپېریالي مثبتې نمونې ثبت شوي او هرات هم په دغه چاپېریالي ویروس اخته سیمو کې شامل دی.

هغه وویل: «موږ محیطي سمپل لرو، که ویروس سوېلي حوزه کې و یا مشرقي کې، نن زموږ لوېدیځ کې هرات ښار هم محیطي نمونه لري او ثبت شوې، خو له ښه مرغه موږ د وحشي پولیو نمونه ماشومانو کې نه‌لرو. ټول افغانستان کې ۲۷ محیطي سمپل ثبت شوي چې یوازې هرات کې یوه محیطي نمونه ثبت شوې. نورې کندهار، زابل او همداراز ختیځو ولایتونو کې ډېرې دي.»

په همدې حال کې د هرات د والي مرستيال حيات الله مهاجر فراهي وايي چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين د کمپاين تطبيق لپاره زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زیاتوي: «پولیو برخې کارکوونکي کولای شي د هرات ولایت همدا ډول د غرب زون کې هغه لرې مناطقو ته ولاړ شي او همدا دول ولسوالیو او اطرافو ته ولار شي او دوی خپل کار په ډاډه زړه باندې وکړي د امنیت د ناحیې څخه موږ ستونزه نه لرو.»

بل‌خوا د هرات یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، په دغه ولایت کې د پولیو د خپرېدو مخنیوي په خاطر خپل ماشومان واکسینوي.

د هرات یوه اوسېدونکي عزیزاحمد سلام‌وطندار ته وویل: «زه یو نهه کلن زوی لرم چې سبا به یې د واکسین مرکز ته بوځم او واکسین به یې کړم. له ټولو خلکو غواړم چې خپل اولادونه واکسین کړي، څو له ناروغیو په امن کې شي.»

سږ کال تر اوسه په هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. خو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د يادونې وړ ده چې د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو په جبري شړلو سره په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ خطر زيات شوى دى.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام