د  عامې روغتیا وزارت مسولان وايي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو  کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې د روانې اوونۍ تر پنج‌شنبې به دوام وکړي.

د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د واکسین دغه کمپاین نن دوشنبه «سلواغې اتمه» پیل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د پولیو مرکز عملیاتي مسوول عبدالقدوس بریالی سلام وطندار ته وايي چې د واکسین په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره  ۷،۵ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

نوموړي وویل: «د پولیو فرعي کمپاین لومړۍ پړاو په ۲۱ ولایتونو کې پیل شوی او څه باندې ۲۰۰ ولسوالي کې به څه باندې ۷.۵ میلیونه ماشومانو واکسین ورکړل شي.»

په همدې حال کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د پولیو یا ګوزن ضد واکسین لپاره یې خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته وروړي، له نورو غواړي چې د یادې ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړي.

د ننګرهار اوسېدونکي کریم‌الله وویل: «له کورنیو مو غوښتنه دا ده چې خپل ماشومان د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي، ځکه ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې د پولیو پېښې زیاتې شوې دي.»

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی ګلاب‌شاه هم وايي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې یې خپل ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړې دي. «جومات کې ډاکټران راغلي و، دوه ماشومان مې واکسین کړل. ډاکټران وايي چې د پولیو واکسین ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ څخه ژغوري او پرې نه‌اخته کېږي.»

افغانستان او پاکستان نړۍ کې دوه یوازیني هېوادونه دي چې لاهم پولیو ناروغۍ په‌کې په بشړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې او تېر کال په ننګرهار کې تازه د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یوه ساري ناروغي ده چې د ماشوم عصبي سیستم ته زیان رسوي او د فلج کېدو لامل یې کیږي. دغه ناروغۍ د خوړو، چټلو اوبو څښلو او روانو اوبو کې پر پولیو د اخته ماشومانو لامبو خوړو له لارې نورو ته خپرېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام