په ۲۱ولایتونو کې ۷.۵ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسینېږي

د  عامې روغتیا وزارت مسولان وايي چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو  کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی چې د روانې اوونۍ تر پنج‌شنبې به دوام وکړي.

د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د واکسین دغه کمپاین دوشنبه «سلواغې اتمه» پیل شوی دی.

له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالی؛ د ۴۱۲ ښځو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو تاوتریخوالی تجربه کړی

د سلام‌وطندار موندنې چې په ۲۶ ولایتونو کې له ۴۱۲ ښځو او نجونو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ګډونوالو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او پاتې ۱۶ سلنه بیا ویلي چې ښځینه‌وو ورسره تراوسه هېڅ تاوتریخوالی نه‌دی کړی. په دې ډله کې ۹۱ سلنه له اروايي، څلور سلنه له فزیکي او څلور سلنه نورې یې هم‌مهاله له اروايي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

غور کې د یوې میاشتې پرمهال ۱۳۰ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

د غور روغتيايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شري ناروغۍ پراخه شوې او یوازې د تېرې میاشتې پر مهال ۱۳۰ ناروغان ولایتي روغتون ته وروړل شوې دي.

د دوی په وینا، د غور ولایتي روغتون ته د وروړل شویو ناروغانو له ډلې یې، یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان بانک راتلونکې چهارشنبه «۱۷» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «سلواغې ۱۱مه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه، د سلواغې نهمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

زابل کې د څه باندې ۶۲میلیونه افغانیو په ارزښت یوه کرنیزه پروژه بشپړه شوه

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په درېوو ولسوالیو کې د څه باندې ۶۲میلیونو افغانیو په لګښت یوه کرنیزه پروژه بشپړه شوه چې له تېر یوه کال راهیسې یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې وه.

حنفي: امریکا د جمهوریت، ازادي او ټاکنو په نوم خلک ګمراه کول

د ام.ر.ب.الم.ع.روف وزارت سرپرست خ.الد حنفي وايي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال امریکا د بشرحقونو او ازادیو په نوم هڅه کوله چې خلک ګمراه کړي.

نوموړي چې خوست کې د یوې دیني مدرسې د زده‌کوونکو فراغت‌غونډې ته وینا کوله وویل، د امریکا په مشري ناټو او نورو هېوادونو افغانستان کې د جمهوریت، ازادي، ټاکنو او په نورو نومونو خلک ګمراه کول.