د افغانستان کرېکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د ۱۶ لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.
ټاکل شوې چې دغه لوبه راتلونکې جمعه د فبرورۍ پر دویمه پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په اعلان شوې لوبډله کې حشمتالله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، اکرام عليخېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپی او نوید ځدراڼ ته ځای ورکړل شوی دی.
د سریلانکا پر وړاندې لومړنۍ ټسټ لوبه د راتلونکې فبروري میاشتې پر دویمه نېټه کېږي چې ورپسې به د فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳مه د نړیوالو یو ورځنیو او له هغه وروسته به درې شل اووره لوبې وشي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به له سریلانکا سره له ټسټ او یو روځنیو سیالیو وروسته د فبروري په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه درې شل اووره لوبې هم ترسره کړي.