Asset 1SWN

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې له هند درېیمه شل اووره لوبه وګټله

372004

د هند په کوربه‌توب د اسټرالیا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې اسټرالیا هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه لوبه چې بېګاه د هند په ګووهاټي لوبغالي کې وشوه کوربه هندۍ لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره په توپوهنه کې روتراج ګاېکواډ ناسوځېدلې ۱۲۳ او لوبډلمشر سوریا کومار یادوف ۳۹ منډې جوړې کړې.

کوربه لوبډلې له دې وړاندې شوې دوه لوبې ګټلې او درېیمه سیالي کې هم بریا ته نږدې شوي وو، خو وروستیو شېبو کې مکسوېل له دوی دغه بریا واخیستله.

اسټرالیا لوبډلې د مکسوېل ناسوځېدلو ۱۰۴ منډو پر مټ د شل اوور په وروستي بال ورکړل شوی هدف ترلاسه او روانه لوبلړۍ کې یې اسټرالیا ته لومړۍ بریا ور په برخه کړه.

مکسوېل په ۴۸ بالونو د اتو څلوریزو او اتو شپږو پر مټ ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. ګلېن مکسوېل د یادې لوبې په وروستي اوور کې د بریا لپاره ۲۲ منډو ته اړتیا درلوده چې د هند پراسېډ کرشنا باندې یې دغه منډې پوره او بریا یې خپله کړه.

نوموړي په وروستي اوور کې په وروستیو څلور بالونو درې څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله او لوبډله یې بریا ته ورسوله. د دواړو لوبډلو ترمنځ روانه لوبلړۍ ۲-۱ د هند په ګټه روانه ده.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هند او اسټرالیا ترمنځ راتلونکې څلورمه شل اووره لوبه به د جمعې پر ورځ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام