د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه: د ا.ا له واکمنېدو وروسته ۲۷ تازه جوړو شویو رسنیو فعالیت پیل کړی

که څه هم په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته سلګونو رسنیو د بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعالیتونه په ټپه ودرول او وتړل شوې، خو د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته ۲۷ رسنیو خپل فعالیت پیل کړی دی.

پل‌علم ښاوالي تېرو شپږ میاشتو کې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

د لوګر مرکز پل‌علم ښاروالي چارواکي وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې څه باندې ٢٢ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د پُل‌علم ښاروالي چارواکو دغه څرګندونې نن «چهارشنبه، لیندۍ اتمه» د یاد ولایت مرکز پل‌علم ښار کې ولس ته د حساب ورکولو په نوم جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

اُوبر د لندن تورو ټکسي موټرو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

د مسافرو د لېږد رالېږد «اوبر ټکسي» کمپنۍ مسوولان وايي چې راتلونکی کال به د لندن تورو ټکسي موټرو لپاره خپل «پلټفارم» جوړ کړي.

د یادې کمپنۍ په وینا، د دې پلټفارم په جوړېدو سره به هڅه وکړي، څو له یوې لسیزې جنجالونو وروسته د انګلستان پلازمېنې ټکسي موټر راجلب کړي.

حماس ډلې له اېلن ماسک غوښتنه کړې چې غزې ته سفر وکړي

د فلسطین حماس ډلې د نړۍ له میلیارډر اېلن ماسک څخه غوښتنه کړې چې غزې تړانګې ته سفر وکړي او د اسراییلو له‌خوا د فلسطیني وګړو «وژنه او ویجاړي» له نږدې وګوري.

د حماس لوړپوړي چارواکي اسمه حمدان «سه‌شنبه، نومبر ۲۸مه» لبنان کې د یوې غونډې پر مهال ماسک ته د سفر بلنه ورکړې ده.

تر راتلونکې یوې میاشت به د «سلطان ابراهیم» بند د سروې چارې پیل شي

د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د سرپل د «سلطان ابراهیم» بند د سروې چارې پیل شي.

د ملي پراختیا عملیاتي مرستیال ریاض‌الدین شریفي وايي چې د یاد بند د جوړېدو ټول لګښت به د سرپل قشقري نفتو عوایدو څخه ورکړل شي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ترکمنستان ته تللی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رییس بخت‌الرحمن شرافت د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې نن چهارشنبه «لیندۍ اتمه» پر اېکس لیکلي چې بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوی به یې د یاد هېواد چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ اړوند مسایلو په اړه خبرې او بحث وکړي.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې له هند درېیمه شل اووره لوبه وګټله

د هند په کوربه‌توب د اسټرالیا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې اسټرالیا هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه لوبه چې بېګاه د هند په ګووهاټي لوبغالي کې وشوه کوربه هندۍ لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

سرپل کې د نفتو اتو نورو څاګانو څخه د استخراج چارې پیل شوې

د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې په سرپل کې د قشقري نفتو بلاک کې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج چار پیل شوې دي.

له یادو څاګانو د استخراج چارو پیلېدو سره د قشقري نفتو حوزه کې د نفتو استخراج  کچه د ورځې ۸۰۰ مترمکعب ته رس