Asset 1SWN

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ترکمنستان ته تللی

GAE12eRaYAAcFXA

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رییس بخت‌الرحمن شرافت د یوه پلاوي په مشري د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې نن چهارشنبه «لیندۍ اتمه» پر اېکس لیکلي چې بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوی به یې د یاد هېواد چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ اړوند مسایلو په اړه خبرې او بحث وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یادې ادارې همداراز لیکلي چې یاد پلاوی به د انتقالات لېږد زیاتوالي سربېره د اوسپنې پټلۍ اړوند همکاریو او موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې: «د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوي د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه عشق آباد ته سفر وکړ. په نظر کې ده د ترکمنستان هېواد اوسپنې پټلۍ مسؤلینو سره په دوه اړخیزه ریلي همکاریو، د انتقالاتو په ډیروالي او اړوند موضوعاتو خبرې وشي.»

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست داسې مهال د ترکمنستان په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي چې له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ اړوند ځینو پروژې باندې هوکړې هم شوې دي.

افغانستان د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې د ترکمنستان اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلول شوی او له دې لارې منځنۍ اسیا او د سیمو هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي لېږدوي او له یادو هېوادونو اړین توکي هېواد ته رالېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام