Asset 1SWN

اوزبکستان د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ بیارغوي

06a20000-0aff-0242-9980-08db04acce3e_cx0_cy10_cw0_w1200_r1

د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د دغې ادارې رییس بخت‌الرحمن شرافت بلخ  کې د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ له مشر زفر غیاسویچ سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس له غیاسویچ غوښتنه کړې چې د حيرتان – مزارشريف رېل پټلۍ په لنډ وخت کې او په کمه بیه له سره ورغوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ویاند سمېع‌الله درانی وايي، د اوزبکستان د اورګاډي ادارې هوکړه کړې چې د حيرتان -مزارشريف د اوسپنې پټلۍ په ۵۰ سلنه تخفيف بیا له سره ورغوي.

«د اوسپنې پټلۍ اداره په پام کې لري، د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلس هغه برخې چې وروستیو تحولاتو کې زیانمن شوي چې ۷۵ کیلومټره اوږدوالی لري، بیاورغوي او لېږد پیل شي.»

په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، له دې مخکې هره ورځ زرګونه ټُنه ټرانزیټي توکي د حيرتان – مزارشريف د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول کېدل؛ خو اوس‌ د خرابوالي له امله له دغې لارې ټرانزیټي توکي نه لېږدول کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړى خان‌جان الکوزی وايي، د حيرتان – مزارشريف اوسپنې پټلۍ په جوړېدو سره به سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې او هېواد کې به د خوراکي توکو بيې هم ورسره ټيټې شي.

«که دا لاره بیاورغول شي، نېک کار دی او پر وخت به انتقالات وشي او د سوداګرو توکي به هم نه خرابېږي او پر نرخونو هم اغېز لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوسپنې پټلۍ ادارې د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تېر یوه کال کې شاوخوا ۴،۶ میلیونه مټریک ټُنه سوداګریز توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې د سیمې هېوادونو ته صادر شوي او له هغو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام