اوچا: افغانستان کې هره میاشت چاودېدونکي توکي ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره «اوچا» وايي، د دغه هېواد د ۴۰۱ ولسوالیو له درېیو دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو پوښلې دي.

د دې ادارې له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي چې یادو سیمو ته تازه راستانه شوي کډوال د ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.

اوزبکستان د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ بیارغوي

د هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د دغې ادارې رییس بخت‌الرحمن شرافت بلخ  کې د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ له مشر زفر غیاسویچ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس له غیاسویچ غوښتنه کړې چې د حيرتان – مزارشريف رېل پټلۍ په لنډ وخت کې او په کمه بیه له سره ورغوي.

فاریاب کې د رواني ناروغانو شمېر ډېرېدو په اړه د ډاکټرانو اندېښنه

د فاریاب ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته پر رواني ناروغیو د اخته کسانو  ورتګ ډېر شوی چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

د دوی په وینا، میاشت کې تر ۱۶۰۰ رواني ناروغان د درملنې لپاره د دغه روغتون د رواني عصبي څانګې ته مراجعه کوي. هغه وايي، اړتیا ده چې دغه روغتون کې د رواني ناروغانو د غوره درملنې لپاره لا ډېر بسترونه جوړ شي.

غزني کې د ۸۵۰زره ډالرو په ارزښت پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د غزني محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۸۵۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې ګټې‌ اخیستنې ته سپارل شوې دي.

یادې پروژې د «DRC» موسسې په مالي لګښت د غزني په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

نیوزیلنډ نن برخلیک ټاکوونکې لوبه کې سریلانکا سره لوبه کوي

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله نن د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنج‌شنبه د نومبر نهمه د هند په «ام چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.