Asset 1SWN

فاریاب کې د رواني ناروغانو شمېر ډېرېدو په اړه د ډاکټرانو اندېښنه

فاریاب ولایتی روغتون

د فاریاب ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته پر رواني ناروغیو د اخته کسانو  ورتګ ډېر شوی چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

د دوی په وینا، میاشت کې تر ۱۶۰۰ رواني ناروغان د درملنې لپاره د دغه روغتون د رواني عصبي څانګې ته مراجعه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فاریاب ولایتي روغتون کې عصبي رواني متخصص نقیب‌الله خطیبي سلام‌وطندار ته وویل، ډېری هغه رواني ناروغان چې دغه روغتون ته مراجعه کوي، له ۱۳ نیولې تر ۳۵ کاله پورې عمر لري چې ډېرې شځې دي.

هغه وايي، اړتیا ده چې دغه روغتون کې د رواني ناروغانو د غوره درملنې لپاره لا ډېر بسترونه جوړ شي. خطیبي زیاتوي چې فاریاب کې په رواني ناروغیو اخته ۱.۵ سلنه کسان د هغوی وضعیت ته د نه رسېدنې له امله د ځان‌وژنې اقدام کوي.

«هغه ناروغان چې مراجعه کوي، د ډېرو یې درملنه نه‌ده شوې یا هم ورته رسېدنه نه‌ده شوې. له دې امله دوی مسموم توکو کارونې ته مخه کوي، سوځولي او حتا څاګانو کې یې ځانونه اچولې دي.»

په ورته وخت کې د فاریاب یوشمېر اوسېدونکي وايي، وزګارتیا او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ځینې کسان په رواني ناروغیو اخته شي.

د یاد ولایت اوسېدونکی عبدالغفور چې پر رواني ناروغي د اخته کېدو له امله یې د فاریاب د ولایتي روغتون رواني برخې ته مراجعه کړې وویل: «کله چې مېرمن درته ووایي چې کور کې خواړه نشته، ماشومان دې وږې وي او ته هم وزګاره، معلومه ده چې اندېښنه او تشویش به کوې او روانې ناروغیو باندې اخته کېږي.»

د فاریاب د ولایتي روغتون رواني برخې ته بل مراجعه کوونکي غلام‌حیدر هم وویل، د ژوند ستونزې لامل شوي چې هغه په رواني ناروغۍ اخته شي. «د ژوند جنجالونه خپله د رواني ستونزو لامل کېږي. که ځوانان مصروف نه‌وي، ذهنونه یې مغشوش کېږي او هر ډول خلکو سره ناسته ولاړه کوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فاریاب د ولایتي روغتون د رواني روغتیا برخې ډاکټران زیاتوي، کورنۍ جګړې، بېوزلي، وزګارتیا او کورنۍ ستونزې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر افغانان رواني ستونزو او اختلالاتو سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام