Asset 1SWN

د جوزجان په ولایتي روغتون کې د قابلو کموالي په اړه د ناروغانو شکایت

150512111501_nurses_in_afghanistan_640x360_bbc-q6eg600566jl8vx64evwdt0evwycrfzugy0jq3tmrs

یوشمېر هغه ناروغان او ناروغ‌لرونکي چې د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته ورغلي وايي، په دغه روغتون کې د قابلو کمښت لامل شوی چې ناروغانو ته لازم روغتیايي خدمتونه ونه رسېږي.

د دوی په وینا، د جوزجان ولایتي روغتون یوازې پنځه قابلې لري چې د زېږون څانګې ټولو ناروغانو ته نه‌شي رسېدلی او د دغه وضعیت دوام به د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه کړي. د جوزجان اوسېدونکې مرجان او ګلنار چې یاد روغتون ته ورغلي، سلام‌وطندار ته ویلي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«کله چې موږ د معاینې لپاره روغتون ته ځوو، یوازې یو یا درې ډاکټران دي چې د ناروغانو ډېروالي له کبله وار نه را رسېږي.» «کله چې موږ روغتون ته ځوو، نه ډاکټر شته، نه قابله. که وي هم، پر ناروغانو پام نه کوي. ډاکټر یا قابله په روغتون کې درې یا څلور دانې دي.»

په همدې حال کې د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د لسو ولسوالیو تر څنګ، د سرپُل، فاریاب او بادغېس ولایتونو ناروغان هم د درملنې په موخه د جوزجان ولایتي روغتون ته ورځي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست ذبېح‌الله حسیني سلام‌وطندار ته ویلي، سره له دې چې د جوزجان ولایتي روغتون په پرمختللیو امکاناتو او وسایلو سمبال دی، خو د قابلو کمښت یې یوه جدي ستونزه ده.

هغه وايي، د روغتیا وزارت د معیار پر بنسټ، ولایتي روغتونونه باید ۱۴ قابلې ولري، خو د جوزجان ولایتي روغتون کې یوازې پنځه قابلې ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي. هغه وايي، له روغتیا وزارت سره یې په دې اړه خبرې کړي او ژمنه ورسره شوې چې د روغتون تشکیل به یې زیات کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال ده چې د هېواد په نورو دولتي ادارو کې د ښځینه‌وو پر کار بندیز لګېدلی او د څو نورو ادارو تر څنګ، په روغتیايي برخه کې هم ښځینه‌وو خپل کار ته دوام ورکړی، خو داسې ښکاري چې محدودیتونو او فشارونو پر دغو سکټورونو هم ناوړه اغېزې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام