د جوزجان امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي محمد‌ياسين وقاص، پرون د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار له هټیوالو او پلورنځیو څخه د لیدنې پر مهال وویل، د لوېدیځو هېوادونو د جامو پېر او پلور په هېواد کې د بهرني فرهنګونو د ترويج لامل کېږي او د اسلامي شريعت له ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

هغه ویلي چې له دې وروسته د شبرغان ښار په بازارونو کې د دغو جامو پېر او پلور بند دی.

د جوزجان امر‌بالمعروف او نهې عن المنکر د رییس په وینا، د اسلامي نظام دښمنان په یوه پراخه فرهنګي جګړه کې دي او له مخکې‌ پلان شویو کړنو سره غواړي، اسلامي فرهنګ ته زیان ورسوي چې هېڅ‌کله به بریالي نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وقاص د شبرغان ښار پر ټولو هټيوالو غږ وکړ چې د غربي جامو او د هر هغه څه له پېر او پلور څخه ډډه وکړي چې د اسلام له دین سره په ټکر کې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام