د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په جوزجان ولایت کې د اسلامي امارت او ترکمنستان هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته رد کړه او په دې اړه خپاره شوي خبرونه یې ناسم بللي دي. سمنګاني نن شپه پر خپل‌ ټویټر‌پاڼه لیکي: «د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د شخړې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.»

انعام الله سمنګاني زیاته کړې چي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ هېڅ ستونزه نشته او اسلامي امارت له دغه هېواد او د نړۍ ټولو هېوادونو سره رغنده او مثبتې اړيکې غواړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو تر دې مخکې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هلال بلخي سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په خماب ولسوالي کې د اسلامي امارت او ترکمنستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

بلخي ویلي وو چې څو ورځې وړاندې ترکمن پوله‌ساتو ځواکونو یو افغان ملکي وګړی وژلی او بل يې ډبولی و چې د اسلامي امارت ځواکونو پرون سهار د خماب ولسوالي سرحدي کرښې ته تللي وو او ترکمن سرحدي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جوزجان د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس زياته کړه چې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم ځوابي ‌ډزې کړي، خو په دې نښته کې د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نه دی اوښتى .

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت پوله‌ساتو ځواکونو د ایراني او پاکستاني پوله ساتو سره د سرحدي ستونزو پر سر شخړه کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام