د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به د افغانستان د پولو په اوږدو کې ځانګړي پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د باختر دولتي اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتو ځواکونو عمومي رییس شیرمحمد شریف د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالي ته پرون د خپل سفر پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شیرمحمد شریف ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان پولو ته ځانګړی پام لري او له خپلو سرحدونو به ساتنه کوي.

د روان کال د زمري په ۲۴ مه واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په کراتو داسې راپورونه ورکړل شوي چې پاکستاني او ایراني پوځیانو د افغانستان خاورې کې دننه وړاندې راغلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبانو دغه راپورونه رد کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام