تاجکستان له افغانستان سره پولې ته نږدې دوه امنیتي پوستې جوړې کړي

افغانستان کې امنیتي ګواښونو څخه د اندېښنو په دوام د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان پرون یکشنبه د غبرګولي اتمه افغانستان سره پولې ته نږدې د ختلان ولایت «توس» سیمه کې دوه امنیتي پوستې جوړې کړي دي. د ټولییز امنیت تړون غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو هم افغانستان کې له ترهګریزو فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسلامي امارت: ډېر ژر به د پولو په اوږدو کې ځواکونه ځای پر ځای کړو

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به د افغانستان په پولو کې ځانګړي پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای کړي. د باختر دولتي اژانس د رپوټ پر بنسټ، دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د پوله ساتو ځواکونو عمومي رییس شیرمحمد شریف د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالي ته پرون د خپل سفر پر مهال کړې دي.