افغانستان کې امنیتي ګواښونو څخه د اندېښنو په دوام د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان پرون یکشنبه د غبرګولي اتمه ویلي چې افغانستان سره پولې ته نږدې د ختلان ولایت «توس» سیمه کې یې دوه امنیتي پوستې جوړې کړي دي.

تاجکستان داسې مهال د افغانستان پولې ته نږدې دوه امنیتي پوستې جوړوي چې د ټولییز امنیت تړون غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو څلور ورځې وړاندې د بېلاروس پلازمېنه مینسک ښار کې د یوې غونډې پرمهال افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سره له دې چې د ا.ا مسوولانو په وار وار ویلي، افغان خاوره به هېڅ کله د بل هېواد پر وړاندې ونه کارول شي، خو د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان تل له دې ناحیې څخه اندېښنه څرګنده کړې او د ا.ا ډاډ هم تراوسه د نړیوالو په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو قناعت نه دی ترلاسه کړی.

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازي سلام‌وطندار ته وویل: «اوسنی حکومت په دې بریالی شوی نه دی چې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره ښې ډيپلوماټیکې اړیکې تامین کړي او د ښو ډيپلوماټیکو اړیکو نشتون لامل شوي چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان وضعیت ته د شک په سترګه وګوري.»

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت نه‌مشروعیت، د ا.ا کمزوری بهرنی سیاست او د ا.ا د حکومت پرمهال د افغانستان مختلفو سیمو کې شوي ترهګریز بریدونه لامل شوي چې نړیوال په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو په اړه اندېښنه ولري.

د سیاسي چارو شنونکي میرویس اشفته په دې اړه وویل: «دې اندېښنو ته په کتو اړتیا ده چې د افغانستان بهرنی سیاست یو قانوني شکل واخلي او نړیوال اعتبار پیدا کړي، له دې پرته به چې حکومت هر څه وايي، قناعت به پرې نه حاصلېږي.»

سره له دې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه تېر څه باندې یونیم کال راهیسې ا.ا سره نسبتآ ښې اړیکې لري، خو تل یې افغانستان کې د ترهګرۍ وضعیت څخه اندېښنې څرګندې کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر ته په پرتله دې وروستیو اوونیو کې افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت او خوځښتونه کم شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام