د شانګهای سازمان اړوند د ترهګرۍ ضد د سیمه‌ییزې اجرايي کمېټې رییس روسلان میرزایف «د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پولو مدیریت او د ترهګرو مخنیوي» په نوم غونډه کې ویلي چې افغانستان کې د وسله‌والو ډلو شاوخوا ۱۳۵۰۰ غړي د تاجکستان پولې ته نږدې راټول شوي او د دغه هېواد امنیت ګواښي.

په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په دې ناسته کې ویلي، له افغانستان څخه امنیتي ګواښونو ته په پام، د سیمې هېوادونه باید د دغه هېواد شاوخوا امنیتي کمربند جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت رمضان رحیم‌زاده دې ناسته کې ویلي، اسلامي امارت د ترهګرو ډلو ۳۰۰۰ وسله‌والو ته د افغانستان پاسپورټونه وېشلي چې ټول یې د دغه هېواد په شمال کې د تاجکستان پولې ته نږدې سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې موضوع د رد ترڅنګ وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

نوموړي وویل: «موږ هېڅ ترهګرې ډلې ته پاسپورټ نه دی ورکړی او نه یې ورکوو او اسلامي امارت نه غواړي چې د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او نورو هم د ورته عمل غوښتنه لري.»

په ورته مهال یو‌شمېر شنونکي وايي چې اسلامي امارت باید د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ووايي. د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې باور دی چې اسلامي امارت باید د سیاسي خبرو له لارې د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې له‌منځه یوسي.

نوموړي وویل: «ګاونډیو هېوادونو په وار وار اندېښنه ښودلې او دغه هېوادونه د نورو هېوادونو له سیالیو وېرېږي او خپله اندېښنه شریکوي چې وسله‌والې ډلې یې له افغانستان څخه د دوی خاورو ته لاړې نشي او اسلامي امارت باید دا موضوع جدي وګڼي.»

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي په‌کې شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دغه اندېښنې پر داسې مهال دي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوي چې تراوسه یې کومې ډلې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام