د مرکزي اسیا هېوادونو د ولسمشرانو په څلورمه مشورتي ناسته کې چې دوه ورځې وړاندې په قرغیزستان کې جوړه شوې وه، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان په یاده ناسته کې ویلي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته حاضر  نه دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان کې وضعیت د خرابوالي پر لور روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ د راپورونو پربنسټ، د قرغزستان ولسمشر صدیر جباروف ویلي چې افغانستان کې وضعیت د اټکل وړ نه دی. جباروف د افغانستان وضعیت په اړه د مرکزي اسیا د هېوادونو د همغږۍ غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې یو‌شمېر کارپوهان ټينګار کوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د ګاونډیو هېوادونو ډاډ نه دی ترلاسه کړی او د پولو د امنیت خوندیتوب برخه کې یې مسوولیت لري.

اوکراین کې د افغانستان پخوانی سفیر سردارمحمد رحمان اوغلي وویل: «په قزاقستان، قرغیزستان، قره قلپاقستان او ازبکستان کې وروستیو تحولاتو وښوده چې دغه هېوادونه د یوې پېښې شاهدان دي. د دغو هېوادونو استخبارات خبر دي چې افغانستان کې څه تېرېږي او افغانستان کې یې وسله‌واله مخالفې ډلې حضور لري او له همدې امله ا.ا سره محتاطانه چلن کوي.»

بل‌خوا د شانګ‌های د همکاریو سازمان رییس شانګ‌‌مینګ پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان کې د بشرحقونو رعایت او له ترهګرۍ سره مبارزه اړینه ده.

د شانګ‌های سازمان رییس او د پاکستان د بهرنیو چارو  وزیر ټينګار کړی چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې د اندېښنو پروړاندې باید ځواب ووايي.

په ورته مهال د چارو د شنونکو په اند، د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له لوري د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته نه پام به د افغانستان راتلونکې له یوه ناملعوم برخلیک سره مخ کړي.

د چارو شنونکي میرویس اشفته وویل: «د سیمې هېوادونه له دې امله اندېښمن دي، هغه حکومت چې د خپلو وګړو حقونه نه ورکوي او نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي، څه ډول تعامل وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هڅه مو وکړه چې د افغانستان وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو د ولسمشرانو د وروستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام