Asset 1SWN

ولسي جرګه: ولسمشر د افسرانو د اصلي اصولو پر خلاف کړنه ترسره کړې

ال-ox6kud5mwneiz6q9uggmynjbvb9uedapnio83cw3h0

 

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر له لوري ۱۰۰ ولسواليو ته د ۱۰۰ امنيې قومندانانو معرفي کولو په غبرګون کې ويلي چې د ولسمشر له لوري دغه کړنه د افسرانو د اصلي اصولو پر خلاف عمل دی.

د ولسي جرګې د کورني امنيت کميسيون غړی خان‌اغا رضايي وايي، هغه ساتن‌منان چې د ولسمشر له لوري د ولسواليو د امنيې قومندانانو په توګه معرفي شوي دي، د قانون پر خلاف دي او هغوی به د دې کار په ترسره کولو کې پاتې راشي.

د نوموړي په باور، که دا ګام عملي شي ولسوالۍ به يو په بل پسې سقوط وکړي.

د ولسي جرګې بل غړی اقبال صافی هم د ولسمشر او د ملي امنيت شورا له لوري دغه کړنه ناقانونه ګڼي  او وايي، د افسرانو د اصلي قانون پر بنسټ لومړی ساتن‌من نه شي کولای د پوليسو د قومندان په توګه کار وکړي.

د يادې جرګې رييس میررحمان رحماني هم د ولسمشر په دې کړنه نيوکه کوي او وايي، په اوسنيو جنګي شرایطو کې چې د ولسمشر له لوري کسان معرفي کېږي، د جنګ مديريت نه‌شي کولای.

څو ورځې وړاندې ولسمشر ۱۰۰ افسران ۱۰۰ ولسواليو ته د ا منيې قومندانانو په توګه معرفي کړل.

ارګ ويلي چې دغه ۱۰۰ افسران يې د سلګونو افسر نوماندانو  له هر اړخيزې ارزونې وروسته غوره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام