په هېواد کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه د اندېښنو په لړکې امنیتي مسوولان وایي، د ولسي پاڅونوال فعالیتونه به ډېر ژر رسمي شي او دوی به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ، د سیمې‌ییزې اردوي په چوکاټ کې د طالبانو پر وړاندې جنګېږي او خپلې سیمې به ساتي.

د امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمرشینواري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسي پاڅونوال به له سیمې اردو سره یوځای شي او ډېر ژر به ورته د مسلکي روزنې زمینه هم برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ولسي پاڅونوال به ډېر ژر په نظامي چوکاټ کې منظم شي. په دې معني چې په سیمه‌ییزه اردو کې به مدغم شي. له لا له وړاندې دوی ته د منظم تشکیلاتو پلان په پام کې درلوده، د دوی لپاره مو د نظامي روزنې د زمینې د برابرولو هڅې هم پیل کړي دي. څو وکولای شي، له امنیتي ځواکونو سره یوځای تکتیکي عملیاتو کې برخه واخلي.»



په وروستیو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د ولسوالیو نیول او د جګړې زور اخیستل، د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون لړۍ پیل شوې چې حکومت یې هم ملاتړ وکړ او په ځينو ولایتونو کې یې پر دوی وسلې ووېشلې. تېره ورځ د ولسي جرګې یو‌شمېر غړو د دغو پاڅون کوونکو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د دوی د فعالیتونو د قانوني کېدو غوښتنه یې وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې ولسي جرګې د دغې جرګې دفاعي او امنیتي کمېسیون ته دنده وسپارله چې د ولسي پاڅونوالو د مدیریت او تنظیم لپاره  یوه طرحه جوړه او دې جرګې ته دې د تایید لپاره وړاندې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام