په تخار ولایت کې یوې سرچینې ویلي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د قومندانانو د اختلافاتو له کبله دغه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.  سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د پام وړ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو او دغه ځواکونه له هیڅ ډول ستونزې او د وسله‌والو طالبانو له ګواښ سره  نه وو مخ.

د یادې سرچینې په وینا، یواځینی هغه لامل چې دغه ځواکونه یې له رستاق ولسوالي څخه شا تګ ته اړ کړي، د جګړې پر مخ بیولو روحیې نه شتون او د ولسي پاڅون کوونکو قومندانانو ترمنځ، رامنځ ته شوي اختلافات وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رستاق ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي هم د دغې ولسوالي د سقوط لامل د ولسي پاڅون کوونکو قومندانانو ترمنځ شته اختلافات یادوي.

د رستاق ولسوالي اوسېدونکي وايي چې طالبانو ته د دغې ولسوالي پرېښودو  ستر لامل د ولسي پاڅون کوونکو د قومندانانو پیرم قل ضیايي زوی او سید رضا یوسفي ترمنځ اختلافات وو. د دوي په وینا، دواړو لوریو د مقابل لوري ناکام ښودلو له امله طالبانو ته اجازه ورکړه، څو رستاق ولسوالي ونیسي.

په ورته مهال په ولسي جرګه کې د تخار ولایت د خلکو استازې نظیفه یوسفي بېګ، مرکزي حکومت تورنوي چې ګواکې په لوی لاس یې رستاق ولسوالي طالبانو ته سپارلې ده.



هغې وویل: «رستاق ولسوالي د محلي او مرکزي مسوولانو د نه پاملرنې له امله سقوط شوې. داسې ولسوالي وه چې هېڅ کله هم طالبان ورته نه وو راغلي. د تخار له شپاړسو ولسوالیو څخه درې ولسوالي او مرکز پاتې دی. که رستاق ولسوالي ته پام ونه شي، د تخار مرکز او بدخشان ولایت ته به هم جدي خطر و اوسي.»

هڅه مو وکړه د طالبانو له لوري د رستاق ولسوالي نیولو په تړاو د امنیتي مسوولانو او د تخار ولایت سیمه‌ییزو چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو په پرله‌پسې اړیکو نیولو بیا هم بریالي نه شوو.

رستاق ولسوالي د تخار یو له ګڼ مېشتو او مهمو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي. د طالبانو له لوري د دغې ولسوالي په نیولو سره د یاد ولایت د مرکز تالقانو ښار سربېره، بدخشان ولایت لپاره هم یو لوی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام