د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده او ساتونکی یې اسماعیل د هغې د بل ساتونکي له لوري وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه نن د سلواغې په ۲۸مه، د جمعې ورځ پر ټویټر لیکلي چې د هغوی پر قتل تورن کس مالیار نومېږي.
د نوموړي په وینا، مالیار لومړی تښتېدلی و، خو د اسلامي امارت ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال نیولی او پر جرم یې اعتراف هم کړی دی.
ځدران زیاته کړې چې له نیول شوي کس څخه د دغه جرم د کولو لاملونو او د قضیې نورو اړخونو د روښانولو په اړه څېړنې روانې دي.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده څه باندې یوه میاشت مخکې د کابل د دولسمې امنیتي حوزې د احمدشاه بابا مېنې اړوند په خپل کور کې ووژل شوه.
مرسل نبيزاده او د هغې یو بل ساتونکی په دې پېښه کې په مرمۍ وژل شوي وو او د هغې یو ورور پهکې ټپي شوی و.