Asset 1SWN

کاپیسا کې یو ځوان په ښکاري ټوپک وژل شوی

Kapisa-1111-q2ytsf02ry85rb38x7kzx58o99bb0r6b5bylmq3lvs

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې په ښکاري ټوپک د لوبې له کبله د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته ویلي چې د ادریس په نوم یوه ځوان پرون ماسپښین ناوخته د نجراب ولسوالي د «دلیار خارج‌دره» کې له یوه بل ځوان سره په ښکاري ټوپک لوبې کړي چې په تېروتنې پرې ډز شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې ادریس لومړی په سترګه سخت ټپي شوی و. هغه زیاتوي چې د ادریس خپلوانو هغه د نجراب ولسوالي کلینیک او بیا د پنجشېر ایمرجنسي روغتون ته لېږدولی او هلته یې پور پرې کړی دی.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې څوک نه‌دي نیولي؛ ځکه د وژل شوي کس کورنۍ پر چا ادعا نه‌ده کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د یادونې ده چې تر مخکې په یوشمېر ولایتونو کې هم ورته پېښې شوي او له کبله یې ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام