کابل کې د پنجشېر د کرنې رییس نیول شوی د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق سلاموطندار ته ویلي چې اسلامي امارت دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالمجیب مشفق په کابل کې نیولی دی.
کاپیسا کې یو ځوان په ښکاري ټوپک وژل شوی د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې په ښکاري ټوپک د لوبې له کبله د یوه ځوان د وژل کېدو خبر ورکوي. د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته ویلي چې د ادریس په نوم یوه ځوان پرون ماسپښین ناوخته د نجراب ولسوالي د «دلیار خارجدره» کې له یوه بل ځوان سره په ښکاري ټوپک لوبې کړي چې په تېروتنې پرې ډز شوی دی.