Asset 1SWN

بادغیس کې یوه ځوان په تېروتنې خپله مور وژلې

Badghis-11-ptuarao2eax85mawwfq8hic8oatvotefg1puv05ea0

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې یوه ځوان د سلواغې په ۲۹مه، د شنبې په مازدیګر د دغه ولایت د قادس ولسوالي په «قادس خوردک» سیمه کې په تېروتنې ډز کړی او مور یې وژلې ده.

د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال شوې چې یاد ځوان غوښتل خپل سپی وولي، خو مرمۍ ترې خطا شوې او پر مور یې لګېدلې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، سپی لېونی شوی و او په تېرو څو ورځو کې یې د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي داړلي هم وو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم یوشمېر کسانو په ځینو ولایتونو کې ورته خطايي ډزونه کړي چې مرګ‌ژوبله یې هم لرلې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام