Asset 1SWN

جوزجان کې یوه کس خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی

Jawuzjan

د جوزجان مرکز شبرغان ښار اړوند سیمه کې نن پنج‌شنبه د سلواغې ۲۷مه یوه کس خپله مور وژلې او جسد یې سوځولی دی.

د جوزجان د امنیې قومندان عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار د شبرغان ښار اړوند «پیر مزید» کلي کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، د امیدالله په نوم یوه کس خپله مور لومړی د چاقو په وسیله وژلې او وروسته یې جسد ته اور اچولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د جوزجان د امنیې قومندان زیاته کړه چې قاتل نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي. هغه همداراز وویل چې تراوسه روښانه نه ده چې دغه کس ولې خپله مور وژلې ده.

د وژل شوې مېرمنې د کورنۍ غړي له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې امیدالله ته سخته جزا ورکړي او عدالت تامین کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام