Asset 1SWN

هند کې له افغان ډيپلوماټې ۲۵کیلوګرامه سره زر نیول شوي

وردک

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د عوایدو ادارې د ممبی هوايي ډګر کې د افغانستان سرقونسله ذکیه وردګ د ۲۵کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تور نیولې.

«ټایمز اف انډیا» ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نهه ورځې وړاندې هغه مهال رامنځته شوې چې ذکیه وردګ غوښتل چې دغه سره زر له دوبۍ هند ته قاچاق کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې ورځ‌پاڼې زیاته کړې چې ذکیه وردګ د افغانستان سیاسي پاسپورټ څخه په استفادې پر قاچاق لاس پورې کړی دی.

بل‌خوا ذکیه وردګ دې ورځ‌پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې نوموړې دا مهال تر درملنې لاندې ده او په وینا یې، له دې «تور» حیرانه او اندېښمنه شوې.

هغې ویلي: «باید دا موضوع وڅېړم. تاسو پوهېږئ چې د سفارت او کونسلګرۍ ملاتړ برخه کې د کارونو پرمهال زه له کومو شخصي ستونزو او ننګونو سره مخ وم. اوس زه له ممبی بهر لرې یم او د خپلې درملنې په لټه کې یم.»

ځینو سرچینو یادې ورځ‌پاڼې ته ویلي چې ذکیه وردګ د ډيپلوماټیک خوندیتوب له امله نه‌ده نیول شوې ذکیه وردګ د مخکیني حکومت پرمهال ممبی کې د افغانستان د عمومي کونسلې په توګه ټاکل شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د هند د عوایدو استخباراتي ادارې همداراز ویلي چې دا په وروستیو څو میاشتو کې لومړی ځل دی چې یو بهرنۍ ډيپلوماټه په دغه هېواد کې د قاچاق اړوند پېښه کې نیول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام