Asset 1SWN

يوه بهرني تحصيلي بنسټ افغانانو ته تر ۳زرو ډېر جعلي ډيپلومونه ورکړي

169369431_3996209540459186_8670049580091151598_n-p5d3ztghnecnxrb9jqfy7naa7ph4nm8g0ft461taiw

له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون مسوولان وايي، په هند کې د « ای اس بي ام» تحصيلي بنسټ تر ۳زره ډېرو افغانانو ته د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا جعلي ډيپلومونه ورکړي دي.

د ياد کميسيون رييس عبدالقيوم نظامي د ۱۴۰۰مالي کال د څلورو لومړيو مياشتو د راپور وړاندې کولو په نوم خبري ناسته کې وويل چې د نوموړي کار له پيله تر اوسه پورې شاوخوا ۴۷ مورده شکايتونه څېړل شوي چې له ډلې يې ۱۶ مورده لويې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

عبدالقيوم نظامي وايي، لويې څارنوالۍ ته د لېږل شويو ۱۶ دوسيو په ډله کې د « ای اس بي ام» تحصيلي بنسټ  له لوري د لسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د ۳زره د ډېرو جعلي ډيپلومونو وېشلو دوسيه هم شامله ده.

د نوموړي په وينا، يو شمېر افغانانو چې له دغه تحصيلي بنسټه جعلي ډيپلومونه ترلاسه کړي، د حکومت په لوړو څوکيو کې ګمارل شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې کميسيون رييس وايي، دې دوسيو ته د بشپړې رسېدنې تر پايه له نظارته لاس نه اخلي. د نظامي په وينا، د دې ترڅنګ د هېواد دننه يو شمېر خصوصي تحصيلي بنسټونه هم چې د خيالي محصلانو په لرلو تورن دي، لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

تر دې وړاندې هم يو شمېر خصوصي پوهنتونونو د خيالي محصلانو په لرلو او د پيسو په بدل کې د لسانس تحصيلي اسنادو په ورکړې تورن وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام