Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل کې نن ګجرات له بنګلور سره لوبه کوي

30f5836c-ee49-45ed-9cb8-d51e019f4da8

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن شنبه، مې څلورمه رویالز چلنجرز بنګلور د ګجرات ټایټنز لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مادزیګر ۶:۳۰ بجې د هند د بنګلور په «اېم‌ چېناسوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بنګلور لوبډلې له دې وړاندې په دغه لیګ کې له ګجرات ټایټنز سره مخ شوی چې یادې لوبډلې ته یې په یوه اړخیزه توګه ماته ورکړه. په هغه لوبه کې ویرات کوهلي او وېل جاکس ښکلې توپ‌‌وهنه وکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشدخان، عظمت‌الله عمرزی او نوراحمد هم له ګجرات ټایټنز سره لوبه کوي. تېره لوبه کې افغان لوبغاړو هم د یادې لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه چې په تو‌پ‌اچوونه کې یې ډېرې منډې وکړې.

رویالز چلنجرز بنګلور لوبډله دا مهال د سیالیو جدول په لسم ځای کې شتون لري او له کړیو لسو لوبو یې یوازې درې لوبې ګټلې دي.

بل‌خوا ګجرات لوبډلې هم له کړیو لسو سیالیو یوازې څلور ګټلي چې د جدول په اتم ځای کې شتون لري. د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو څلور لوبو کې دوه ځلې ګجرات او دوه ځلې بنګلور بریاوې خپلې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې په ۲۴ منډو ممبی انډیینز لوبډلې ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام