د هلمند محلي مسوولان وايي چې پرون له غرمې وړاندې د یاد ولایت په خانشین ولسوالي کې یوه پلار خپل شپږ کلن زوی وهلی ډبولی چې له امله یې ساه ورکړې ده.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ د اطلاعات امر محمدقاسم ریاض سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه پېښه پرون د خانشین «پانکي» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې صدیق‌الله نومي کس خپل زوی «بلال احمد» دومره وهلی او ډبولی چې له امله یې ساه ورکړې ده.

په ورته مهال د هلمند د اطلاعات او فرهنګ د اطلاعاتو امر زیاتوي چې یاد کس خپل نور اولادونه هم وهلي، خو یوازې بلال احمد یې له امله وژل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هلمند محلي مسوولان زیاتوي چې یاد کس د ا.ا د ځواکونو له لوري نیول شوی او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی. ریاض زیاتوي چې صدیق‌الله نومي کس له دې وړاندې هم خپل یو اولاد وژلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام