په نورستان کې یوه شل کلن  ځوان د خپلو ملګرو په مرسته خپل پلار د تبر په ګوزارونو وژلی دی. د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایی چې دغه پېښه پرون د دې ولایت په اړوند وانټ وایګل ولسوالي کې رامنځ ته شوې ده.

د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون سلام‌وطندار ته ویلي، دغه شل کلن ځوان چې له دوو نورو ملګرو سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی، پر خپل پلار یې د تبر ګوزارونه کړي او هغه يې وژلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي، کوم کسان چې امنیتي ځواکونو نیولي پر خپل جریم یې اعتراف کړی دی. لټون د دې پېښې د رامنځ ته کېدو لامل کورنی تاوتریخوالی په ګوته کوي.

د نورستان له دې پېښې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په هسکه مېنې ولسوالي کې یو ځوان چې ویل کېده په نشي توکو روږدی و خپله مور وژلې وه.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې په کابل کې هم یوې ښځې د خپلې میرې لور وژلې وه چې پرون بیا امنیتي ځواکونو ونیوله.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه د کابل ښار اوومه امنیتي حوزه که شوې وه، خو د وژنې انګېزه یې لا نه ده روښانه. تېر کې هم د هېواد په بېلابیلو سیمو کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ورته لسګونه پېښې رامنځ ته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام