د ګډ‌والو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي په افغانستان او د دغه هېواد په ګاونډيو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له لوري له افغانانو څخه د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جېنوا کې افغانستان ته د مرستو راټولولو په موخه په ځانګړې جوړې شوې ناسته کې مرستندویه هېوادونو د غوښتل شویو ۴.۴ میلیارده ډالرو څخه افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدو لپاره د ۲.۴ میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنه وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې خپل ګډون او د دغه هېواد له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

افغانستان ته د مرستو راټولو په موخه نړیواله ناسته چې د ملګرو ملتونو، بریټانیا، المان او قطر په کوربه‌‌توب جوړه شوې وه، تېره ورځ د ۲.۴ میلیارده ډالرو د ورکړې ژمنې سره پای ته ورسېده.

دغه ناسته د «افغانستان کنفرانس ۲۰۲۲» تر عنوان لاندې د سویس په جېنوا ښار کې جوړه شوې وه او شاوخوا د ۴۱ سازمانو استازیو په‌‌کې ګډون کړی وو. د اسلامي امارت کوم چارواکی دغې ناستې ته نه‌وو وربلل شوی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په یاده ناسته کې د اسلامي امارت له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله د ملګرو ملتونو له‌خوا د غوښتل شویو پیسو د نیمايي برخې د ورکړې ژمنه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام