د ملګرو‌ملتونو پراختیايي پروګرام او د نشه‌‌يي توکو  او جرمونو سره د مبارزې اداره د یوه تړون له مخې، افغانستان کې د روږدو کسانو د درملني ‍۱۷ روغتونونو سره دوه میلیونه ډالر نغدي مرسته کوي.

د ملګروملتونو د پراختيايي پروګرام یا (یو‌این‌ډي‌پي) د اړيکو مسوولې ون ناچا د دې نغدي مرستو په اړه ویلي چې دغه دواړه ادارې به افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې ۱۷ روغتونونو سره د درملو، طبي تجهیراتو او نورو برخو کې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړې وویل:«(UNODC) او (UNDP) به په ګډه په دې ۲ ميليونه ډالرو د روږدو د درملنې ۱۷روغتونو لپاره د اړتيا وړ درمل، تجهيزات او محافظتي کيټونه چمتو کړي. دا مرکزونه چې د افغانستان په ختیځ، شمال او لوېدیځ ولایتونو کې دي، د۹۳۰ روږدو کسانو د بستر کېدو ظرفيت لري.»

د معلوماتو له مخې، اوس ټول هېواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۳ میلیونه کسان پر نشه‌یي توکو روږدي دي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور سلام‌وطندار ته ویلي، د ۴۸زره کسانو درملنه یې کړې او د ۲۰کسانو په ظرفیت د یوه بل روغتون د جوړولو پلان هم لري.

هغه وویل: «د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت په تېر کال کې ۴۸زره کسان تر درملنې لاندې نیولي او همدارنګه په پلان کې لري چې د پلچرخي په سیمه کې د شل زره کسانو د درملنې لپاره یو بل روغتون هم جوړ کړي.»

خو بل لور ته بیا د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، تېر یوه کال کې یې له ۲۶۰۰۰ څخه د ډېرو روږدو کسانو درمنله کړې او ټول هېواد کې یې د درملنې لپاره ۶۰ روغتونونو فعال دي.

هغه وویل: «د افغانستان عامې روغتیا وزارت تېر کال کې د نږدې ۲۶زره کسانو درملنه کړې او شاوخوا ۶۰ روغتونونه ورته فعال دي. موږ په دې برخه کې د همکارو موسسو سره هم خبرې کړي چې دې برخه کې مرستې وکړي.»

پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راهیسې هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې له اتیا ډېرو روغتونونو څخه نيمايي یې د درملو، کافي خوړو او د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله تړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د روږدو کسانو د درملنې له څلوېښت ډېر روغتونونه چې همدا اوس فعال دي، ګڼو یې د اړتیا وړ درملو او خوړو نه‌شتون له امله بستري خدمات ځنډولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام