کابل پرون ناوخته د یوې مهمې سیمهييزې غونډې چې په څه باندې دوو کلونو کې یې مخینه نه لرله، کوربهتوب وکړ. دا غونډه «د افغانستان سیمهييزې همکارۍ نوښت» په نوم په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په وینا پیل شوه او نورې ویناوې له رسنیو پټې پهکې وشوې.
امیرخان متقي د دې غونډې په پای کې د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې د سیمې د یوولسو هېوادونو استازیو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د سیمهیيزو همکاریو، په تېره اقتصادي او د د ګډو پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزې او د دوحې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان غوښتنو ته د پام اړولو په اړه پهکې خبرې اترې وشوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
متقي زیاته کړه: «د غونډې ټولو ګډونوالو د افغانستان ثبات، امنیت او پرمختګ د سیمې په ګټه وبلل. په دې غونډه کې په سیمه کې له هر ډول ناامنیو سره پر نه همکارۍ، د ټاپي، ټاپ او کاسا زر په څېر د اقتصادي پروژو د پیل برخه کې یو له بل سره د هېوادونو پر همکارۍ او همدارنګه د دوحې په غونډه کې د افغانستان په پام کې نیولو باندې ټینګار وشو.»
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د نړۍ، په تېره د سیمې هېوادونه چې په دې غونډه کې یې ګډون هم کړی و، له اسلامي امارت څخه ځینې اندېښنې هم لري. د ټولشموله حکومت جوړېدل، د ښځو حقونو، په تېره د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار حق په پام کې نیول هغه څه دي چې هېوادونو پرې بیا بیا ټینګار کړی دی.
خو امیرخان متقي وايي چې ګډونوالو په دې غونډه کې د ټولشموله حکومت جوړېدو برخه کې د نړۍ شرطونو او د نجونو زدهکړو په اړه څه نهدي ویلي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي د دې غونډې په اړه سلاموطندار ته ویلي: «اصلي ټکی دا دی چې د دا ډول غونډو جوړېدل څه پایلې لرلای شي؟ تر هغه چې د ورته غونډو او خبرواترو دروازه پرانېستې وي، د مسایلو او ننګونو د حل لپاره هیلهمندي شته، خو کله چې د خبرواترو او مفاهمې دروازه وتړل شوه، هغه مهال د اندېښنې او خواشینۍ ځای شته.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملګري ملتونه دې د افغانستان مسلې د حل لپاره ځانګړی استازی نه ټاکي.