په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د تړلیو دروازو شا ته له سلا مشورو وروسته یوه غونډه جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

یوناما وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د ځانګړې استازولۍ یا یوناما رییسه روزا اوتونبایوا او د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

همدا راز، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا استازي به هم دې غونډې ته ویناوې وکړي.

تمه ده چې د امنیت شورا په دې غونډه کې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ پر ګواښ هم خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په افغانستان کې بشري حقونه، په تېره د نجونو او ښځو زده‌کړې او کار بله هغه مسله ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به پرې خبرې وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام