د روسیې تاس خبري اژانس د یاد هېواد د بهرنیو چارو  وزیر د مرستیال سرګي ورشینین له قوله راپور ورکړی چې تمه ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې د «جي‌۲۰» هېوادونه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د یاد راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال د «جي۲۰» هېوادونو په ناسته کې د روسیې د استازي د ګډون په اړه ویلي: «هغوی باید بلنلیک راواستوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویل کېږي چې د دغه ناستې مشري به د اېټالیې لومړی وزیر ماریو ډراګي پر غاړه ولري. له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغانستان په تړاو د «جي ۲۰» هېوادونو د مشرانو ناسته دې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې وروسته، جوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو روانه کلنۍ عمومي غونډه سبا ته پای ته رسېږي او د مخکیني حکومت استازی غلام‌محمد اسحاق‌زی به پکې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام