Asset 1SWN

سلام وطندار

سرپرست حکومت: چین کې د ا.ا د سفیر منل کېدل د رسمیت پېژندنې لپاره مهم ګام دی

۲۰۲۳۱۲۰۱_۱۴۱۷۳۳-1140x770

په چین کې د افغانستان د سفیر په توګه د ا.ا د پخواني مرستیال ویاند بلال کریمي له منلو سره هم‌مهاله، د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌.الله م.جاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ د سفیرانو تبادله د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په لور یو مهم ګام دی.

د نوموړي په وینا، له افغانستان سره د چین تعامل دا پیغام نورو هېوادونو ته رسوي چې له ا.ا سره تعامل وکړي. هغه زیاتوي: «ښاغلي کریمي پرون د خپل باورلیک کاپي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې او خپل کار یې پیل کړی دی. د نوموړي ورتګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه استازولي وي، دوی خپل سفیر مخکې ټاکلی و. دا چې د چین غوندې یو مهم هېواد له ا.ا سره رسمي تعامل کوي، دا د رسمیت پېژندنې لپاره مهم ګام دی.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په چین کې د افغانستان سفارت لپاره د سرپرست حکومت له لوري ټاکل شوی سفیر بلال کریمي د روان کال د لیندۍ میاشتې په درېیمه دغه هېواد ته ولاړ او د ا.ا ویاند پرون جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په چین کې د افغانستان د سفیر په توګه د هغه د منل کېدو اعلان وکړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هونګ‌ لي په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د سفير باورليک سپارلو پر مهال دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا لپاره يو مهم ګام وباله.

په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو اړیکو یوشمېر شنونکي وايي، په سیمه کې د چین د رول ارزښت ته په کتو د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراخېدل کولای شي دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه وژغوري.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی پوپل افغانیار وايي، په چین کې د اسلامي امارت د سفیر په منلو سره به نور هېوادونه هم باور پیدا کړي چې د سیمې او نړۍ په سیاسي ثبات کې د افغانستان رول مهم دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالقادر کمالي بیا وايي: «چین افغانستان ته له اقتصادي زاویې ګوري. چینایان غواړي چې له افغانستان سره اړیکې ولري، څو د افغانستان ښې اقتصادي وړتیاوې د ځان په ګټه وکارولی شي. د سفیرانو دغه تبادله کولای شي د افغان سوداګرو لپاره ګټور تمام شي.»

چین د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له سرپرست حکومت سره یې ښې اړیکې پیل کړې او شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې جاو شینګ په کابل کې د خپل سفیر په توګه معرفي کړ چې د اسلامي امارت له لوري هم ومنل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام