Asset 1SWN

چینايي سوداګر د جلغوزیو پېرلو لپاره پکتیا ته رسېدلي

PHOTO-2023-10-02-15-57-14

یوه ډله چینایي سوداګر د پکتیا او خوست د جلغوزیو پېرلو او چین ته یې د لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره پکتیا ته تللي دي. د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب ګردېزی د جلغوزیو پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولي او وايي، په دې سره به د جلغوزیو سوداګري لا پراختیا ومومي.

نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «په لومړي ځل پکتیا ته د چینایي سوداګرو راتلل یو ښه ګام دی او موږ ورته خوشبین یوو. زموږ د صادراتو په برخه کې به لویه لاسته‌راوړنه وي او په دې سره به زموږ صادرات لا نور زیات شي. موږ په دغه کار سره ډاډه یوو چې زموږ له پکتیا ولایت څخه به پراسېس شوي جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې پکتیا ته تللي چینایي سوداګر وايي، په پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د جلغوزیو د کیفیت معلومولو او پراسېس په برخه کې ارزونې کړي او ډېر ژر به د جلغوزیو اخیستو قرارداد وکړي.

یو چینايي سوداګر جیانګ وايي، د پکتیا او خوست د چلغوزیو کیفیت ښه و او په مرکز ګردېز کې د «رحیم ګردېزي» د جلغوزیو د پراسېس کارخونې ته هم ورغلي دي.

د هغه په خبره، لومړنۍ ارزونه یې مثبته ده او ډېر ژر به د جلغوزیو پېرلو قرارداد وکړي. جاینګ زیاتوي: «د جلغوزیو د بازار په اړه د ارزونو لپاره پکتیا او خوست ولایتونو ته راغلي یوو. د تېر کال په پرتله د جلغوزیو کیفیت ښه شوی او دانې یې هم غټې دي. له دغه ځایه به جلغوزي واخلو او چین ته به یې ولېږو.»

بله‌خوا په پکتیا کې د جلغوزیو یوشمېر سوداګر وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي، خو په خبره یې، بیه یې د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د جلغوزیو سوداګر محبوب‌الله وايي، معلومات یې ښيي چې د جلغوزیو حاصلات تر ۶۰ سلنې پورې را کم شوي او ډېری ځایونو کې اوس هم جلغوزې په نامعیاري توګه ساتل کېږي چې له امله یې وزن کموي او خوند یې ترخېږي.

نوموړی زیاتوي: «د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د جلغوزیو بیې څلوېښت یا پنځوس سلنه لوړه شوې او لامل یې هم دا دی چې نړیوال بازار یې زیات دی.»

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې د پکتیا جلغوزي د چین په ګډون، اروپایي او عربي هېوادونو ته صادر شوي او ټول د پکتیا په مرکز ګردېز کې پراسېس او بسته‌بندي شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام