Asset 1SWN

پکتیا کې کروندګر: د تخمونو او سرو مرستې دې پر وخت راسره وشي

Paktia 123

د پکتیا ګڼ‌شمېر کروندګر وايي، سږ کال په دې ولایت کې د طبیعي پېښو له امله يې ډېر کښتونه له‌منځه تللي دي.

د یاد ولایت کروندګر زیاتوي چې د کال په پیل کې یې فصلونه د وچکالۍ او وروسته د سختو اورښتونو له امله ویجاړ شوي دي.

د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکی سید‌یوسف د دغه ولایت د کرنې برخې ادارو څخه غوښتنه کوي چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی همداراز له مرستندویه موسسو غواړي چې د کښت اړوند توکي دې پر وخت ورکړي، څو دوی ترې د کښت پر مهال ګټه واخلي.

هغه وویل: «بزګر اړتیا لري چې موسسات کمک ورسره وکړي. سرې او نور شیان په خپل ورته ورسوي، ځکه اقتصاد خراب دی او د خلکو اقتصاد دا نه ایجابوي چې دوی سرې واخلي او یا هم ښه تخم واخلي. په دا شلو کالو کې هغه تخم چې د موسساتو له‌خوا راځي په خپل وخت نه رسیږي. مخکې هم همدا حال و اوس هم همدا حال دی کله چې ځمکې وکرل شي، بیا دا شیان رارسېږي، نو زموږ له موسساتو نه هیله دا ده چې هغه کوم شی تخم یا سره چې موږ ته راکوی، پر خپل وخت یې راکړي.»

په ورته مهال عصمت‌الله د مرکز ګردېز د زاهو سیمې یو کروندګر دی. نوموړی بیا وايي چې سږ کال يې ډېرې کرنیزې ځمکې د سېلابونو له امله له‌منځه تللي او کرل شوي کښتونه يې اوبو وړي دي.

د نوموړې په وینا، څو ځلې يې له اړوند ادارو څخه د مرستې غوښتنه هم کړې، خو تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې.

عصمت الله وویل: «زراعت ټول له‌منځه لاړ، حاصلات ټول له‌منځه لاړ، حتا ډېرې ځمکې یې په تیږو بدلې شوې، یعنې د سېلابونو په تیږو بدلې کړې. هغه کرنیزې ځمکې چې مخکې خلکو حاصل ترې اخیسته، اوس تیږې پکې پرتې دي. سروې‌ګانې راغلې دي سروې شوې دي، خو په دې برخه کوم عملي کار او ګام نه دی پورته شوی.»

د پکتیا ولایتي چارواکي هم د بزګرانو ستونزې تاییدوي خو وایي،  د کرنې ریاست په یوازې د بزګرانو ستونزې نه‌شي حلولی. د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ریس عبدالروف سعید وایي، له موسسو سره یې په ځلونو ناستې کړې چې د بزګرانو لپاره ترې مرستې راجلب کړي چې وینا یې، ځینو موسسو مرستې هم کړي دي.

د هغه په خبره،  ځینو موسسو عملا د پکتیا مرکز ګردېز او ولسوالیو کې په ۱۵ زره بزګرانو د تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړې، خو نوموړی وايي چې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده، څو د دې ولایت ډېرو کروندګرو سره مرسته وشي.

هغه وویل: «انشالله موسسو راسره وعدې کړې ای ار سي موسسه عملا توزېع کوي او د زراعت وزارت نه مو هم غوښتنه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به یو څه توزېع وشي او د ترکیه راغلي. د تخم غنم به هم په دې راتلونکو څو ورځو کې توزېع کړو. پکتیا خو سږ کال سېلاب سخت وځپلو اکثره زراعتي ځمکې یې له لاسه ورکړې. نو د هغو د بیا ابادولو لپاره د دې څو چنده مرستو ته ضرورت دی چې په پکتیا کې یې توزیع کړو او بزګران په پښو ودرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ په دې ولایت کې سږ کال د طبیعي افتونو لکه وچکالي او سېلابونو له امله د دې ولایت تر ۸۰ سلنه زراعتې ځمکې او کښتونه له‌منځه تللي او ګڼ‌شمېر کروندګر مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام